چهارشنبه، تیر ۱۵، ۱۳۹۰

Bismellah maroofi at the time of youth high council of Afghanistan in Kabul

یکشنبه، تیر ۱۲، ۱۳۹۰

دهلمندولایت په زدان کی دننه زندانیانوته دبلابیلوزده کړوزمینه برابره سویده

دهلمندولایت زندان دلښکرګاه ښارپه جنوب کی دهلمنددسیندترڅنک جوړسویدی دسردارمحمدداود خان دواکمنۍ پرمهال یی په کال ۱۳۵۵ هجري شمسي یی درجوړیدوکارپیل او په ۱۳۵۷ هجري شمسی پای ته ورسیده.
دازندان په شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه کی ودان سویدی چی ۱۲ بلاکه لری اوهربلاک یی دبیلوبیلوزندانیانولپاره ځانګړی سوی دی چی داوخت پکي شاوخوا د۱۷ ولایتونو ۸۶۰ زندانیان اوسیږي چی ۸ تنه پکي ښځینه دي.
زندان دهغوکسانولپاره چی په ټولنه کی دآذادژوندپه اهمیت نه دي خبراونه پوهیږي چی آذادژوندڅومره ګټي لري دداډول کسانولپاره دتربیی اودآذادژوندانه داهمیت پوهونی مرکزبلل کیدای سی اوددې ترڅنک هغه وګړي چي جرایم ترسره کوی اووروسته نیول کیږی چی ترڅودخپل ژوند څه موده په زندان کی تیره کړي اودراتلوکی په فکروکړي چي نوربه دهرډول ناوړه عمل څخه ځان ژغوري اوترراخوشی کیدووروسته به دټولنی نوروافرادوته هم په دې اړه نیکه توصیه کوی چی له هرډول جرم اوناوړه کړنی نه ځان وساتي



دهلمنددولایت دزندانیانوپه لاس جوړسوي شیان