پنجشنبه، بهمن ۲۷، ۱۳۹۰


ګرانومینوالوهیله ده چی داکاکړی موخوښی سی

پلوپورته که له ځمکی
خدای دي راوله نازکی
زه به درسم ستا تر کوره
تابه راولم په زوره
ګرانه ناسته په سټوډیوکي
زمارړه یی په لاسو کي
زه له خوني راوتم
جانان په غیږ کي ونیوم
خدای دې راولی په شپه کي
زما ارمان به راپوره کي
ګله مه راځه دشپې
پرماولاړي دي پیرې
زه به درسمه دورې
ته به دي ځان راووینې
سره خلګی دي ښه پسته وه
تر اسلولا خوږه وه
توري سترګي یی کړې توري
اوس په نازنازراته ګوري
دزیارت په بهانه ولاړم
ګرانه تابه هلته غواړم
ژړیدمه ترسهاره
جانان رانغلی له ښاره

زه یی ورکړمه بل چاته
دلاس نښی دی راپاته
زما دکلی شاپیری ده
ټکی ټکی انجلی ده
ستاباڼه قمرقمر
ښخ دی زما دزړه پرسر
تاواسمه شاپیری ده
یادسروګلوګیډی ده
زه ولاړ وم په کوڅه کی
تاکتل په دروازه کی
زمانصیب اری اری
جانان می ولاړی بی کوزدی
زه ژړاکوم بی واکه
ګرانی سپینه خوله دی راکه
دزابرپرغاړه ځم
ګوندی جانان می ووینم
دادژمی شپی اوږدې
شیرینی ولی نه راځې
دکلا ترشاتیریږې
ناره نه کوې بیریږې
ډلی ډلی جنکی
طرف ته ګوری دکیږدی
ستاجانان دی معروفی
ولی دی بل ته ورکوی
زموږدکلی نوم چانجیردی
هرسړی ورپه کی ګیر دی
ستا دی خاوری سی عادت
پرما دی راوستی قیامت
زما دزړه پر سر یی نوم دی
زموږ په کلی کی معلوم دی
که نن راغلی معروفی
خلګی به درکړمه دستی
ستاسینه غونډی غونډی
مولا دی راوله کوچی
ګرانی څنګه یی نادانه
چی له مانه سوی روانه
ستاپوړنی دی زرغون
په کورکی نلرې صابون
ستاباڼه لکه راکټ
په ما یی وویل شیټ شیټ
سپینه واوره وریدل
ګراني پلوکی ټولول
زه یی په زړه کی اوسیدم
جانان په خوب کی ولیدم
ستامی خوښه ده ځوانی
مورکی می بل ته ورکوی

یکشنبه، بهمن ۱۶، ۱۳۹۰

يوه غزل پس له ډیره وخته



دابه هم ډیره تلوسه کی اوسي

څومره په لیري فاصـــله کــــــي
اوسـي
زما په هره خـــا طـــره
کــــي اوســــي
زمو ږ د کلـــــی کلــــــیو
اله جنــــــــی
خدای خبر اوس کومه کوڅه کـی
اوسي
زه به دی هــــیر که دي په
یاد یم ګلــي
ستاهریو یاد مي په سینه کــــي
اوســـي
دتخیل یو عـجـیــــبه تصـــــــــــویر
دي
زمـــــاد زړه په ایینه کــــــــي اوســي
بیـــــــرته به راســــــي
هغه دنــګه ونه
دابــــه هم ډیـــره تلوســه
کــــي اوسـي
معروفي: هلمند لښکرګاه
۱-۱۱-۱۳۹۰