دوشنبه، تیر ۲۲، ۱۳۸۸

لندی

ولی په څنگ را نه تیریژی
گناه می څه ده چه توبه تری و باسمه

د محلی عکس

د هلمند د بعضو ولسوالیو خلک داسی محلی ژوند لری

ژوند په چاه نجير کي




چاه انجير دنادعلي ولسوالي هغه شنه او زړه وړونکي علاقداري ده چي دډير پخوا نه خلګ په کي ژوند کوي

په چاانجير کي دچاه انجير دساختماني دستګاه په نوم يوشرکت شتون لري چي دهلمند داوبو ټول سيستم همدي ساختماني شرکت په پښو درولى دى.

په هلمند کي دکچکي لوى بند چي تراوسه ددې ولايت کرهنيزو سميو ته اوبه ورکوى ددې شرکت له لوري رغول سوى دى

دچاه انجير ساختماني دستګاه دخپل امکاناتو او ښۀ کار له امله هرکال ددې ولايت لوى او واړه زابران او ويالي پاکوي .

خو په دي وروستيو کي دچاه انجير ساختماني دستګاه دجنګونو او ناراميو له امله دخاورو سره خاوري سوه

چي له همدې امله يي ټول فعاليتونه هم ورسره په ټپه ودريدله

پاته د ي نه وي چي دچاه انجير په سميه کي دوه ډيره په زړه پوري ښوونځي هم موجود وه خو دې روانو نښتو او جنګونو داښوونځي هم پري نښودله چي زده کوونکي په کي زده کړه وکړي

اوس په چاه انجير کي ښوونځي نه سته او زده کوونکي يي ټول اړسوى دى چي لښکرګاه ته دزده کړي له پاره راسي .

بسم الله معروفي

یکشنبه، تیر ۲۱، ۱۳۸۸

د ناد علی ولسوالی په باب معلومات

د ناد علی ولسوالی، یوه اشنا او زره اورونکی ولسوالی ده.